• د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر کب میاشتی پوری

    د ټاکنو کمیسیون د کړونو باندی کتنه د ۱۳۹۵ د لیندۍ څخه تر...

  • په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د اساسي اصولو اعلامیه

    په ټاکنو کې د ښځو او ځوانانو د مانا لرونکي ګډون لپاره د...

  • د غوراوي کمېټې او وړاندیزونو په هکله د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې د بنسټونو ګډې ډلې د مطبوعاتي خبرپاڼې پر بهیر

    د غوراوي کمېټې او وړاندیزونو په هکله د ټاکنو اړوند د مدني...

  • د ځوانانو د سیاسی ګډون د پیاوړ تیا د کنفرانس رپورټ

    د ځوانانو د سیاسی ګډون د پیاوړ تیا د کنفرانس رپورټ

  • د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې غونډه

    د حج او اوقافو له وزیر سره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کاري ډلې...

  • د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال سره د فیفا اجراییوي مشر لیدنه

    د مشرانو جرګې له لومړي مرستیال سره د فیفا اجراییوي مشر لیدنه

  • فیفا د پارلمان له شپږ میاشتنیو کړنو څخه د خپلو مشاهدو موندنې اعلان کړې

    فیفا د پارلمان له شپږ میاشتنیو کړنو څخه د خپلو مشاهدو...

  • ولسمشر او اجراییه رییس ته د فیفا پرانیستی لیک

    ولسمشر او اجراییه رییس ته د فیفا پرانیستی لیک

  • د عدالت غوښتنې لومړۍ غونډه: د ولسمشر مرستیال د ټاکنیزو اصلاحاتو له بنسټیزو اصولو څخه ملاتړ کوي

    د عدالت غوښتنې لومړۍ غونډه: د ولسمشر مرستیال د ټاکنیزو...

  • د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک شوه

    د ټاکنیزو اصلاحاتو د بنسټیزو اصولو خبرپاڼه لاسلیک شوه

د ۲۰۱۴ ټاکنو نقشه

موږ سره ونښلئ

 Facebook  Twitter

فیفا

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایوي مشر، د پروګرامونو مسوول، د ټاکنو په چارو کې د فیفا سلاکار او د فیفا د ټاکنو د برخې مسوول روان کال د وري په ۱۳مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون له غړو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې. د دغې لیدنې موخه د ټاکنو کمیسیون د څلور میاشتنیو کړنو څخه د فیفا د څارنیزو موندنو شریکول و. د غونډې په پیل کې د فیفا اجرایوي مشر ښاغلي محمد یوسف رشید د کمیسیون له غړو څخه مننه وکړه چې دې غونډې ته یې لار هواره کړه او تر څنګ یې د رپوټ مهمو موندنو لکه په کمیسیون کې د ستراتیژیک او لیکل شوي ټاکنیز پلان نشتوالي، د دغه بنسټ پر مټ د ټاکنیزو کړنلارو او د قانون د احکامو له پامه غورځولو، له متخصصو ټاکنیزو بنسټونو سره د کمیسیون په همغږۍ، خبر ورکولو او تصمیم نیولو کې د ستونزو شتون او پر ټاکنیزو کمیسیونونو او د ټاکنو پروسې باندې د باور بیا را منځته کولو پر بهیر یې د هغه اغېزو ته اشاره وکړه او د کمیسیون له غړو یې وغوښتل ترڅو د ستونزو د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې ګام پورته کړي. همدارنګه د کمیسیون د خپلواکۍ ساتل، د دباندنیو لاسوهنو مخنیوی، د ټاکنیزو حوزو د برخلیک ټاکل، د کمیسیون د غونډو علنیتوب، د کمیسیون په دننه کې د غونډو جوړول، د ځواب ویلو د اصل په پام کې نیول او په ټاکنو کې د متخصصو مدني بنسټونو سره د همکارۍ د هوکړه لیک لاسلیکول له هغو مواردو څخه و چې د فیفا د اجرایوي مشر او ورسره پلاوي له لوري وړاندیز شول او له کمیسیون څخه یې وغوښتل ترڅو یادو مواردو ته کلکه پاملرنه وکړي او د تېرو ستونزو له بیاځلي کېدو څخه مخنیوی وشي. ورپسې د کمیسیون مشر او غړو هم د ټاکنو په برخه کې د فیفا له بې پرې کار او پاملرنې څخه ستاینه وکړه او په خپله اداره کې یې د ستونزو شتون ومنل او ژمنه یې وکړه چې د هغو د هواري لپاره او د بیا ځلي کېدو په مخنیوي کې به هراړخیزه هڅه وکړي. په پای کې چمتو شوی رپوټ هم د فیفا له لوري د کمیسیون له غړو سره شریک کړای شو ترڅو د کمیسیون غړي د دغه رپوټ په هکله خپل نظریات او دلایل د هغه له عمومي خپرېدو څخه مخکې له فیفا سره شریک کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې د خپراوي لپاره چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو په همکارۍ په پنځو کاري غونډو کې چمتو شوې وه، په انټرکانټیننټال هوټل کې یو کنفرانس جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د ټاکنیزو کمیسیونونو، د محل د ارګانونو ادارې، مرکزي احصائیې، د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې او د حکومت استازو (ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست) هم ګډون درلود. په سر کې د فیفا اجرایي مشر د ټاکنیزو اصلاحاتو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د مسوولیتونو په هکله وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټاکنیز کمیسیونونه باید د خپلو مسوولیتونو په ترسره کولو کې روڼتیا، خپلواکي او تخصص په پام کې ونیسي او له ټاکنو سره د یوې پروژې په توګه نه، بلکې د یوې پروسې په توګه چلند وکړي. ورپسې د فیفا د ټاکنیزو پروګرامونو مسوول محمد نعیم اصغري د پروګرام د معرفي کولو تر څنګ د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو د اعلامیې ۴۱ اصله چې د ټاکنیزو کمیسیونونو، حکومت، ملي شورا، سیاسي ګوندونو، د ټاکنو اړوند مدني ټولنې بنسټونو، ټولیزو رسنیو او نړیوالې ټولنې پورې اړه لري، ولوستل. ورپسې د پنل شاملو مېلمنو هر یوه په خپل وار د ټاکنو او ټاکنیزو اصلاحاتو پر وړاندې د خپلو اړوندو بنسټونو د کاري پروګرامونو په هکله خبرې وکړې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمشنر معاذالله دولتي د ټاکنو کمیسیون د کاري لومړیتوبونو په توګه د ټاکنیزو حوزو د په ګوته کولو، د رایې ورکونې د مرکزونو متوازن کول، د رایې ورکونې د کارتونو باطلولو، د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو، د کمیسیون د تشکیلاتي جوړښت اصلاح، د کړنلارو د اصلاح او د دارالانشا د مشر معرفي کولو د یادولو تر څنګ ژمنه وکړه چې له ټاکنو سره به د پروژې په توګه چلند ونشي بلکې په بنسټیز کولو کې به یې هڅې وکړي. همدارنګه دوی له مدني بنسټونو او رسنیو څخه وغوښتل ترڅو ټاکنیزو کمیسیونونو باندې د باور را ژوندي کولو په برخه کې له یادو کمیسیونونو سره همکاري وکړي. ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون کمشنر غلام دستګیر هدایت ژمنه وکړه چې د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې به له خپل پوره توان، انرژۍ او اسانتیاو څخه ګټه واخلي. نوموړي د مالي ستونزو شتون د خپلو کارونو تر مخ یو له ننګونو څخه وګڼه خو څرګنده یې کړه چې د یادو ستونزو سره سره به د کمیسیون د تشکیلاتو د اصلاح او د دارالانشا د وضعیت سمون له لارې د کارونو بنسټیز کولو کې ګام پورته کړي. همدارنګه یې د کمیسیون د داخلي دندو د اصولو چمتو کول، د کمیسیون او خلکو تر منځ د واټن له منځه وړل او پر کمیسیون باندې د باور را ژوندي کول د خپل کاري لومړیتوبونو څخه وګڼل. ورپسې د مرکزي احصائیې د ادارې استازي عبدالخالق عظیمي د رایې ورکوونکو د نوملړ چمتو کول د ټاکنو د روڼتیا لپاره مهم وګڼه او څرګنده یې کړه چې هر کله د ټاکنو کمیسیون له دوی څخه وغواړي دوی تیار دي چې د جنسیت په توپير سره د نفوسو کره شمېرې د دغې ادارې په واک کې ورکړي خو ده په اوسنیو شرایطو کې یې د ټاکنیزو حوزو کوچني کول ستونزمن کار وباله او له کمیسیون څخه یې وغوښتل ترڅو په دې برخه کې د هېواد وضعیت او حالت په پام کې ولري. ورپسې د محل د ارګانونو د اداري واحدونو مشر عبدالغیاث وردګ د ولایتونو، ولسوالیو، کلیو او ناحیو د شمېرو له وړاندې کولو سره د ټاکنو مخکني کمیسیون باندې نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ټاکنو د مخکني کمیسیون پر مټ د رایې ورکونې د ۷۰۱۸ مرکزونو رامنځته کول د پوښتنې وړ یو کار و ځکه چې افغانستان ۴۵۵۹۱ کلي لري، د کلیو او ولسوالیو د شمېر په پام کې نیولو سره د رایې ورکونې د مرکزونو او محلاتو رامنځ ته کول نامعیاري او د هېواد د وضعیت او حالت له په پام کې نیولو پرته ښکاري. همدارنګه نوموړي یادونه وکړه چې په پام کې ده د جیودیزي او کارتوګرافي اداره د راتلونکې یوې اونۍ په بهیر کې د هېواد د ټولو ولسوالو د پولو نقشه د هغه تړون پر بنسټ چې له دوی سره شوی، د محل ارګانونو په واک کې ورکړي او د ولسوالیو د پولو په برخه کې به کومه ستونزه پاتې نشي.

ورپسې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط د دغې ادارې د مهمو کړنو چې تر لاس لاندې یې نیولي او تر سره کېدل به یې د ټاکنو په روڼتیا کې هم اغېزه وي، یادونه وکړه؛ لکه د هویت د تثبیت ملي مرکز او د هېواد د اتباعو د معلوماتو ډیجیټل کولو پروژې پیل. نوموړي یاد پروګرامونه د هېواد د اتباعو د هویت د تثبیت په برخه کې اغېزمن وګڼل او ویې ویل چې د ټاکنو کمیسیون هم کولای شي د رایې ورکوونکو د هویت تثبیت لپاره له یادو پروګرامونو څخه ګټه واخلي. ښاغلي محتاط زیاته کړه چې د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د امنیت شورا ته یو وړاندیز کړی چې په منظورېدو یې دغه اداره کولای شي د پېژندپاڼو یا تذکرو د وېشلو ادارې له تجهیزاتو څخه په ګټې د اتباعو د بایومټریک معلوماتو د زېرمه کولو لپاره ګټه واخلي او د ۶ ډوله معلوماتو په اخیستو سره خپل ډېټابېس د هېواد د اتباعو له معلوماتو څخه ډک کړي. که چېرې برېښنایي پېژندپاڼې ونه وېشل شي بیا هم دغه اداره کولای شي له یادو معلوماتو څخه ګټه واخلي او د ټاکنیزو درغلیو په مخنیوي کې د ټاکنو کمیسیون سره همکاري وکړي. همدارنګه نوموړي د ورقي پېژندپاڼو د بدلولو خبر ورکړ او دا یې د اصلي او جعلي پېژندپانو د توپیر لپاره یوه لار وګڼله. هغه څرګنده کړه چې که چېرې دغه پروژه بشپړه شي نو د ټاکنو کمیسیون کولای شي له یادو پېژندپاڼو څخه په ټاکنو کې هم ګټه واخلي.
په پای کې د ولسمشرۍ استازو رڼې ټاکنې د هېواد له اړتیاو څخه وګڼلې او له ټاکنیزو کمیسیونونو او اړوند ادارو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په پلي کولو او رڼو ټاکنو کې یې د خپلې همکارۍ خبر ورکړ. د یادونې وړ ده چې په دغه پروګرام کې د کورنیو چارو وزارت ته هم بلنه ورکړل شوې وه ترڅو د ټاکنو او د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروسې د امنیت په هکله معلومات وړاندې کړي خو له بده مرغه چې دوی ګډون ونه کړ.
دغه پروګرام وروسته له هغه پای ته ورسېد چې د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو د ټاکنیزو اصلاحاتو د اساسي اصولو اعلامیه لاسلیک کړه او ټاکنیزو کمیسیونونو ته یې کاپي وړاندې کړه.
کابل ـ ۱۳۹۵ د مرغومي ۸مه

د کال بریالی ځوان

13 آبان 1395
76 times

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه - فيفا د ځوانانو د سياسي ګډون د پياوړتيا په برخه کې د خپلو فعاليتونو په لړ کې د دويم ځل لپاره د کال د تکړه ځوان د معرفي کولو پروګرام تر لاس لاندې نيولی دی. نو د تکړه ځوان په توګه د ځان د معرفي کولو لپاره دې لاندې فورم ډک کړي او بيا ټول راټول شوي فورمونه د له وړاندې په ګوته شويو معيارونو له مخې د صلاحيت لرونکي پلاوي پر مټ پلټل کېږي او هغه کسان چې د کال د تکړه ځوان معيارونه يې پوره کړي وي، اړيکه ورسره نيول کېږي او مرکې ته راغوښتل کېږي. مهربانی سره دا فورمه مخکی له 30 نوامبر 2016، 11:50 ورسته د غرمي ډکه کړی. 

 

فورم لپاره کلیک وکړی

د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غونډه د مېرمن حبیبه سرابي (د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکاره) په مشري د سې شنبې په ورځ د اجرائیه ریاست په مقام کې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د غړو (د پارلمان استازې، د اجرائیه ریاست، د ښځو چارو وزارت، د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د بنسټونو سلاکارانې او د ښځو د منشور غړې) په ګډون په اجرائیه ریاست کې جوړه شوه. لومړی مېرمن سرابي حاضرینو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه:"دا چې د اړوند کمېټې مسوولیت د مېرمن سیما غني او مریم آورین پر غاړه و نو ښه ده چې لازیات توضېحات د هغو له خولې واورو."
مېرمن سیما غني لومړی د کمېټې د کار د پیل په هکله حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې څو موده وړاندې فیفا یوه څېړنه وکړه او په رهبري او سیاسي کچو کې یې د ښځو ګډون وپلټه او د ښځو ننګونې یې هم په ګوته کړې. دې زیاته کړه چې فیفا په هغه غونډه کې چې له مېرمن سرابي سره یې د دغه رپوټ د شریکولو په اړوند درلوده، هغې غوښتنه وکړه چې په دې مواردو کې بحث او تصمیم ونیول شي او په دې هکله عدالت غوښتنه وشي. دې زیاته کړه چې مخکې له دې هم د عدالت غوښتنې دوه ډلو د ښځو لېسټ درلوده او له وزارتونو سره یې لیدل خو د هغو کار ګټور نه و او د پام وړ بدلونونه یې نه درلودل. نوموړې زیاته کړه چې موږ وغوښتل چې پوه شو د ښځو ضعفونه کوم دي ترڅو یې د له منځه وړلو هڅه وکړو نو کمېټه رامنځ ته شوه او د ښځو ننګونې وپلټل شوې او په هېواد کې د نخبه ښځو لېسټ ترلاسه شو. البته دغه کار د فیفا په تخنیکي همکارۍ وشو. دې زیاته کړه چې د کمېټې د کار په څلورو میاشتو کې زموږ موخه د لېسټ بشپړول او چمتو کول و ترڅو د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې ټولو غړو ته یې راوړو. او له ټولو حاضرینو څخه یې وغوښتل راتلونکي ګامونه مشخص کړي.
په دوام کې مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله) د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړولو لپاره د اجرائیه ریاست له مشاوریت څخه منندوینه وکړه او زیاته یې کړه چې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې کاري کمېټه د لومړۍ غونډې د پرېکړې پر بنسټ جوړه شوې چې د غړي یې مېرمن سیما غني (د ښځو د منشور غړې)، مېرمن حمیرا ثاقب (د اکسین مشره)، مېرمن ګل مکۍ صافي (د اجرائیه ریاست سلاکاره)، مېرمن عادله بهرام (د جمهوري غوښتونکي ګوند مشره)، مېرمن پرستو یاري (د اجرائیه ریاست د مشاوریت سکرتره)، مېرمن رویا سادات (د رویا فلم مسووله)، مېرمن آمنه (د چارو ادارې استازې)، مېرمن وحیده رسولي (د افغان ښځو د ښوونیز مرکز)، مریم آروین (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مسووله)، وږمه عزیزي (د فیفا د ښځو او ځوانانو د څانګې مرستیاله) وو.

کمېټې په خپله لومړۍ لیدنه کې د خپل کاري پلان او نوم پر سر کار وکړ او هغه یې نهایي کړ. نوموړې د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې د کاري کمېټې د غونډو جوړولو کې د اسانتیا رامنځته کولو لپاره له مېرمن غني څخه مننه وکړه او ویې ویل چې موږ په لومړي ګام کې د لېسټ چمتو کولو لپاره په یو لړ مشخصو موضوعاتو باندې لاس پورې کړ لکه:
• د ښځو د ضعفونو تشخیص
• د ښځو لپاره د قانون سهم بندۍ حقوقي منابعو لېسټ
• د ډونرانو لېسټ
• د پوهنتونونو لېسټ
• د امنیتي شرایطو له مخې د ولایتونو په ګوته کول
• د ولسوالیو په ګوته کول
• د وزارتونو، د وزارتونو معینیتونو، د خپلواک عمومي ریاستونو او سفارتونو په ګوته کول
نوموړې زیاته کړه:"موږ وتوانېدو چې په پنځو غونډو کې د نخبه ښځو لېسټ چمتو کړو." دې د ښځو چارو وزارت څخه د نخبه ښځو د لېسټ د لاسته راوړلو په برخه کې د شته ننګونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې په پایله کې کمېټې تصمیم ونیوه ترڅو د یوه رسمي مکتوب له لارې د ښځو چارو وزارت څخه د نخبه ښځو لېسټ وغواړي چې له نېکه مرغه د ولایتونو رئیسانو په درې ورځو کې دغه لېسټونه زموږ په واک کې راکړل. هغې د نخبه ښځو د لېسټ او د ټولو نخبه ښځو د سوانح لنډیز په استولو کې د سمنګان ولایت له همکارۍ څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې له دوی څخه باید ستاینه وشي. 
ورپسې مېرمن غني زیاته کړه چې ټاکل شوې وه د کمېټې کار ډېر ژر دغه پړاو ته ورسېږي خو د ښځو چارو وزارت له کار ورو والي له کبله د کمېټې کار څلور میاشتې وخت ونیوه. دې زیاته کړه چې په غونډو کې مو د لېسټ لومړنی ډرفټ چمتو کړ خو ومو غوښتل ترڅو له تاسو سره هم سلا وکړو ځکه موږ له هغه ولایتونو څخه چې امنیتي ستونزې پکې دي او زموږ په کاري لومړیتوب کې هم نه و، د نخبه ښځو لېسټ ترلاسه کړ چې د تاسو په سلا غواړو دغه ولایتونه هم په خپل لېسټ کې ځای کړو او وروسته بیا خپل عملي کار پیل او عدالت غوښتنه وکړو.
ورپسې مېرمن سرابي له مېرمن غني څخه مننه وکړه چې خپل ظرفیت او منابع یې د ښځو په واک کې ورکړي او زیاته یې کړه چې موږ د یوه ستر ارمان لپاره کار کوو نو د ښځو چارو وزارت باید په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي. دې وویل چې موږ باید ډېر په احتیاط کار وکړو په عین حال کې چې ډارن نه اوسو خو محتاطانه کار وکړو ترڅو له حساسیتونو سره مخامخ نشو.
مېرمن غني زیاته کړه چې که چېرې ښځې د ولایتونو په کچه استخدام شي دا چې په ولایتونو کې د ښځو شمېر لږ دی نو ځکه ژر د عامو خلکو تر سترګو کېږي چې په پایله کې به ټولنه د تصمیم نیونې په کچو کې ښځې ومني.
مېرمن کروخي (د پارلمان استازې) وویل چې د هېواد اوسني شرایطو په پام کې نیولو سره باید ګام پورته شي ترڅو د خلکو له حساسیت سره مخامخ نشو. دې همدارنګه وویل چې موږ باید په ځینو کمزورتیا اعتراف وکړو او د له منځه وړلو هڅه یې وکړو. ځکه به سمبولیکه توګه د ښځو ګمارل کولای شي د زرګونو ځوانو ښځو چې د ودې په حال کې دي پر راتلونکي یې ناوړه اغېزه وکړي.
مېرمن سجبه (د اجرائیه ریاست د ښځو او ځوانانو د چارو سلاکاره) وویل چې کمېټې ښه کار کړی نو ښه ده ترڅو لومړی پر دغه لېسټ کار وشي او بیا نور لېسټونه چې ملګري یې شریکوي، اضافه شي. دې وړاندیز وکړ چې اوسنی لېسټ باید بشپړ شي او د وزارتونو له استازو سره شریک کړای شي. دې ژمنه وکړه چې دغه کار اجرائیه ریاست کولای شي او د لېسټ له شریکولو څخه وروسته موږ باید له وزارتونو او د محل ارګانونو سره د هم غږۍ غونډه جوړه کړو.
د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونکې ډلې غړې مېرمن صافي وویل چې لېسټ دې د ډلې له غړو سره شریک کړای شي او د ډلې له غړو څخه هم وغوښتل شي ترڅو خپل لېسټونه شریک کړي. نوموړې وویل چې د لېسټ جوړول اسانه کار نه و او ډېر زیار وایستل شو. په هر ولایت کې د رییسانو تر منځ یوه ښځه رییسه ده که چېرې یې شمېر زیات شي ښځو ته د روحیې ورکولو کې مرسته کوي.
په پای کې مېرمن سرابي د غونډې د جمع بندۍ تر څنګ وړاندیز وکړ چې د نخبه ښځو لېسټونه باید د یوه میکانیزم له مخې را ټول کړای شي. همدارنګه لاندې مواردو باندې هوکړه وشوه. 
- د یوه رسمي مکتوب له لارې د محل ارګانونو څخه د نخبه ښځو لېسټ غوښتنه
- د نخبه ښځو د لېسټ غوښتلو لپاره د بشري حقونو کمیسیون او مدني ټولنې شبکې سره د غونډې جوړول
- د مېرمن سرابي په مشري د ښځو د سیاسي حقونو غوښتونې ډلې د غړو یوې لویې غونډې جوړول او له غړو سره د نهایي لېسټ شریکول
- له ولسمشرۍ، اجرائیه ریاست او کورنیو چارو وزارت سره د عدالت غوښتنې د غونډو جوړول
د غونډې په پای کې د ډلې یو شمېر غړو ژمنه وکړه چې ۲۰۱۶/۶/۶ دوشنبې ورځې پورې به د نخبه ښځو لېسټ شریک کړي.

له بده مرغه چې د ملي شورا ولسي جرګې د ټاکنیزو کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په قانون کې د اصلاحاتو په اړه د حکومت تقنیني فرمان د دویم ځل لپاره رد کړ ترڅو په هېواد کې د ولسواکۍ او ټاکنو دوام او راتلونکی رد کړي. په پارلمان کې د خلکو استازي په خپل دغه ګام سره ثابته کړه چې هغه ارزښت ته چې دوی هم د همغه محصول دي، نور درناوی نه لري. د خلکو تمه دا وه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هېواد پارلمان د خپل دریځ له مخې په دې برخه کې اغېزمن، مسوولانه او رغنده رول ولوبوي. له بلې خوا د افغانستان اړوند نړیوالو غونډو څخه رپوټونه وایي چې په افغانستان کې د سیاسي او ټاکنیزو اصلاحاتو له شته وضعیت څخه د نړیوالې ټولنې د صبر کاسه ډکه شوې ده. په نږدې راتلونکي کې د دوه مهمو کنفرانسونو (وارسای او بروکسل) جوړولو ته په کتو سره د خلکو استازي باید پوه شي چې د نن ورځې تصمیم یې کولای شي د افغانستان دولت او خلکو سره نړیوالې مرستې اغېزمنې کړي او له دغه هېواد سره له همکارۍ او ملتیا څخه نړۍ ناهیلې کړي. فیفا د دې تر څنګ چې د ولسي جرګې دغه ګام په کلکه د خواشینۍ وړ بولي، لاندني ټکي د حکومت او د ملي شورا مشرانو جرګې تر غوږو رسوي:

۱- فیفا د ملي شورا له مشرانو جرګې څخه غواړي ترڅو د دغه فرمان پر وړاندې د ولسی جرګې چلند تعقیب نه کړي. مشرانو جرګه کولای شي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو لپاره د جدي اړتیاو او اوسنیو حساسو شرایطو په پام کې نیولو سره په ټاکنو کې د ښکېلو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او خلکو سره په سلا کې د دغه فرمان په هکله تصمیم ونیسي. د مشرانو جرګې سم تصمیم کولای شي د اصلاحاتو او ټاکنو تر سره کولو ته لار هواره کړي؛

۲- د افغانستان حکومت کولای شي سترې محکمې او د اساسي قانون د پلي کېدو د څارنې کمیسیون ته په مراجعې سره د اساسي قانون ۷۹یمې مادې د تفسیر په هکله د وضاحت او رڼا اچولو غوښتنه وکړي. فیفا په دې باور ده دا چې دواړه ټاکنیز قوانین ګډه مبنا لري، د اساسي قانون ۱۰۹مې مادې پر بنسټ پارلمان نشي کولای په دواړو ټاکنیز قوانینو کې د تعدیل بحث په خپله کاري اجنډا کې ونیسي. د ملي یووالي حکومت باید ټولې شونې حقوقي لارې وپلټي او یوه قانوني کړنلاره ولټوي؛
۴- که چېرې ټولې قانوني او حقوقي کړنلارې له بندون سره مخامخ شوي وي، حکومت باید له ټولو سیاسي او ښکېل اړخونو سره په ګډه د دې ستونزې د هواري لپاره یوه معقوله او غوره سیاسي کړنلار ولټوي. دا ګډه سیاسي کړنلار باید د اصلاحاتو او ټاکنو په لور یوه ابرومندانه لار پرانیزي؛
۵- فیفا د ملي یووالي حکومت له ولسمشر او اجرایيه رییس څخه په کلکه غواړي ترڅو د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته د خپلو کړو ژمنو پر بنسټ د ټاکنیزو اصلاحاتو په بحث کې عملي او اړین ګامونه پورته او د دغه بحث د پېچلي کولو څخه ډډه وکړي؛
۶- د ملي یووالي حکومت باید د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو د کار دوام او برخلیک په هکله څرګند تصمیم ونیسي. د ټاکنیزو اصلاحاتو د پروسې ګډوډولو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو هڅو ته په پام سره د دوی د کار دوام جدي بیا کتنې او نظر تجدید ته اړتیا لري.

فیفا یو ځل بیا د افغانستان له ټولو وګړو، د مدني ټولنې بنسټونو، مدني فعالینو، سیاسي ګوندونو او سیاسي نخبګانو څخه غواړي ترڅو د دې ملي او حیاتي چارې لپاره له عدالت غوښتنې څخه لاس وانخلي. پر حکومت او نورو ښکېلو غاړو باندې لازم قانوني زور واچوي او دوی ټاکنیزو اصلاحاتو تر سره کولو ته وهڅوي.

کابل، ۱۳۹۵ د غبرګولي ۲۴مه؛

ومن‌الله توفیق

د اساسي قانون له مخې د ملي شورا د اولسم دور ټاکنې او د ولسوالیو د شوراګانو د لومړي دور ټاکنې باید د ۱۳۹۴ کال د غویي یا غبرګولي په لومړۍ نېټه شوې وای، خو د ټاکنو د ترسره کولو د بنسټیز شرط په توګه ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې د ځنډ له کبله د ټاکنو د کولو کره نېټه لاهم نه ده په ګوته شوې، سره له دې چې د ټاکنو اوسني کمیسیون د ټاکنو لپاره د ۱۳۹۵ کال د تلې ۲۴مه اعلان کړه، خو دغه اعلان له حکومت سره د همغږۍ پرته او د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو غړو پر وړاندې د ملي او نړیوالو کلکو مخالفتونو په شتون کې شوی دی. د ملي یووالي حکومت د نظام په چوکاټ کې د پارلمان د تشې د مخنیوي لپاره د دې شورا کار د تقنیني فرمان له لارې تمدید کړ. د ۱۳۹۳ کال د ټاکنیز کړکېچ د بیاځلي کېدو وېره د دې لامل شوه چې په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل د ټاکنو له اصل څخه اړین او حیاتي وګڼل شي. دا موضوع د ملي یووالي حکومت د رامنځته کولو د سیاسي هوکړه لیک په متن کې د څلورو ارزښتمنو موضوعاتو له ډلې مهمه چاره ده چې حکومت یې د پلي کولو ژمنه کړې ده. د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو څخه نږدې یو کال وروسته د ټاکنیزو اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون له جوړېدو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو بهیر پيل شو. که څه هم دغه کمیسیون په لومړیو کې ونه توانېد چې خپل کار پیل کړي، خو د بندون په له منځه تلو او د نوي فرمان په صادرېدو سره د اصلاحاتو کمیسیون رامنځته شو. حکومت ته د دغه کمیسیون لخوا د لومړیو وړاندیزونو وړاندې کول د دغه بهیر له لاسته راوړنو څخه وو چې په خپل ذات کې په دې برخه کې د هیلو راژوندي کوونکی ګڼل کېدل. د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون د خپلو دویمو وړاندیزونو په کولو سره خپل کار پای ته ورساوه او دولت ته یې فرصت ورکړ ترڅو یې په پلي کولو کې ګامونه پورته کړي. د دوه ځلې وړاندیزونو کول په دغه بهیر کې د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره ستر ګام دی. په دوام کې یې د حکومت لخوا د اصلاحاتو د کمیسیون د وړاندیزونو لومړۍ کڅوړې د ۱۱ برخو څخه د ۷ هغو منل او د تقنیني فرمانونو له لارې د هغو توشېح کول په دې موضوع کې له نورو پرمختګونو څخه ګڼل کېږي. که څه هم ټاکنیزو اصلاحاتو لکه څنګه چې تمه کېده چټکتیا نه درلوده، خو په ټوله کې د نقشې پر بنسټ د موخې په لور روان وو، خو د ملي شورا پر مټ د ولسمشر د فرمانونو ردېدو سره د اصلاحاتو بهیر له نوي بندون سره مخامخ شو. که څه هم دغه بهیر له پيل څخه تر اوسه له لوړو او ژورو سره مخامخ وه، خو د ملي شورا لخوا د ولسمشر د فرمان ردېدو څخه وروسته بندون په خپل ډول کې له ننګونو ډک و.

نور مطلب لپاره رپورټ دانلود کړی

  افغانستان د ازاد او عادلانه ټولټاکنو ټولنیزه موسسه

کارته ۴ سرک ترکی خانه نمبر 119 | شماره تماس ۰۰۹۳۷۹۹۳۱۰۶۶۴ | www.fefa.org.af

له موږ سره ګډون

د انځورونو ګالري